IQNA

د امام خامنه‌ای لیدتوګې| د صهیونیسټانو غلط ادراک او د مقاومت حقانیت(مقاله)

13:48 - September 15, 2025
د خبر لمبر: 3491713
ایکنا - د اسلامي انقلاب ستر لارښود او ددرستو قواؤ لوي قوماندان حضرت آیت‌الله  العظمی سید علی خامنه‌ای وفرمایل: صهیونیسټي رژیم د سیمې د مقاومت جبهې په وړتیاوو کې په غلطۍ اخته شو.

 ایکنانیوز د پارس‌ڼوډي په حواله راپور ورکړی،د اسلامي انقلاب معظم لارښود امام خامنه‌ای د حضرت امام خمیني (رح) د وفات د پینځه دیرشمې کلیزې په دستورو کې د مقاومت جبهې په اړه فرمایلي؛  صهیونیسټي رژیم یوه غلطه محاسبه وکړه، د مقاومت د سترې جبهې د وړتیاؤ په اړه ئې ناسم تحلیل وکړ. اوس مهاله  زمونږ په سیمې کې یوه ستره جبهه شته چې د  مقاومت جبهې په نوم یادیږي؛ دا جبهه ډېرې وړتیاوې لري؛ صهیونیسټي رژیم د دې حقیقت په پوهېدو کې په غلطۍ اخته شو.صهیونیسټي رژیم خپل ځان په خپله په یوه  داسې بندون کې ګیر کړ  چې له دې وروسته به ئې پرله‌پسې ماتې نصیب شي او د خدای په قوت او طاقت به له دغه بندونه  خلاصیدو لار  ونه مومي. نن سبا صهیونیسټي رژیم د نړۍ د خلکو د سترګو په وړاندې وئيل کیږي، چې سوکه سوکه په ختمیدا دی؛ دا د نړۍ خلک ویني. البته په تبلیغاتو او پروپیګنډو کې خبرې کوي،خو اصلي حقیقت دا دی؛ هم دوي پوهیږي، هم د نړۍ ډیر سیاستوال پوهیږي، هم ډېر ملتونه دا درک کوي او هم د فلسطین ملت دا درک کړې ده.

صهیونیستي رژیم د مقاومت د ځواکونو پر وړاندې د مقابلې توان نه لري

په ورته وخت کې، څه موده مخکې امام خامنه‌ای د فلسطین د  اسلامي  جهاد غورځنګ له عمومي منشي زیاد نخاله او د هغه له  ملګرو سره په کتنې کې وفرمایل: دا چې صهیونیسټي رژیم د خپلو ټولو پوځي تجهیزاتو او د نړۍ د ظالمو قدرتونو له ملاتړ سره سره د فلسطینيو ښځو او ماشومانو په وژلو لاس پورې کوي، دا ښئي چې دا رژیم د مقاومت د ځواکونو پر وړاندې د مقابلې او د هغوي د ماتولو توان نه لري. د خدای په فضل به تاسو د غزې د خلکو وروستۍ بریا ووینئ.

ټول مسلمان ملتونه باید د فلسطینیانو ملاتړ وکړي

همدارنګه، د اسلامي انقلاب ستر لارښود  او د درستو قواؤ لوي قوماندان  د ایران د بېلابېلوپرګنو د خلکو په په ټول  کې وفرمایل: د فلسطین د مسئلې حل څه دی؟ حل ئې دا دی چې زړَور مقاومت او استقامت وشي. د فلسطین ملت او فلسطیني  مبارزان او غورځنګونه باید د خپل سرښیندونکي  جهاد له لارې پر صهیونیسټي دښمن او پر امریکا  ډګر تنګ  کړي؛ یوازینۍ لار همدا ده او د نړۍ ټول مسلمانان باید د دوي ملاتړ او حمایت وکړي؛ دا د حل لار ده.

په لویدیځه آسیا کې د مقاومت جبهې شتون یوه حیاتي مسئله ده

په همدې اړه، امام خامنه‌ای د ایران د بېلابېلو پرګنو د خلکو په ټول کې په یوې نوروزي غونډې کې زیاته کړه: د غزې جګړې د مقاومت جبهې د جوړولو حقانیت وښود. ځینو وئیل چې په لویدیځي آسیا کې د مقاومتي جبهې جوړولو ته څه اړتیا وه؛ دا وښودل شوه چې په دې سیمه کې د مقاومتي جبهې شتون یوه حیاتي مسئله ده؛ ورځ تر بلې باید دا جبهه پیاوړې شي. دا طبیعي ده چې په دې سیمې کې هغه انسانان چې بیداره ضمیر لري، کله چې د صهیونیسټانو ظلمونه ویني - چې له ۷۰ کلونو څخه زیات دا ظلم دوام لري - چوپ نه پاتې کیږي، ارام نه پاتې کیږي، د مقاومت په فکر کې کیږي؛ د مقاومتي جبهې جوړول د دې لپاره دي؛ د صهیونیسټي جنایتکارانو د دوامداره ظلم پر وړاندې چې پر فلسطیني ملت او د فلسطین د ملاتړو پر وړاندې روان دی، د مقابلې لپاره ده.

https://parstoday.ir/fa/iran-i22346  

captcha